سياستمهم خبرونه

ریچارد بینټ: د طالبانو اداره د افغانستان قضایي نظام بدل کړی دی

د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینټ ویلي دي چې د طالبانو اداره د پخوانیو قوانینو له لغوه کولو او د عدلي او قضایي بنسټونو د جوړښت له بدلون سره د هېواد قضایي نظام بنسټیز بدل کړی دی. د هغه په وینا، دا بدلونونه د یوه ایډیالوژیک او د ده په خبره «د ښځو ضد» نمونې د پلي کېدو په موخه ترسره شوي دي.

بینټ چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو په یوه څنډه‌ییزه ناسته کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د پخواني قضایي نظام ډېری بنسټونه یا منحل شوي دي، یا داسې بدل شوي دي چې د طالبانو د ځانګړي لیدلوري په چوکاټ کې کار کوي. هغه زیاته کړه چې پخواني نافذه قوانین لغوه شوي او د هېواد حقوقي چوکاټ په نوي لیدلوري بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په وینا، په دې بهیر کې یو شمېر پخواني قاضیان لرې شوي او د هغوی پر ځای هغه کسان ټاکل شوي چې د ده په وینا «وفادار ملایان» بلل کېږي. د هغه په باور، دا کار د قضا د خپلواکۍ او مسلکي تخصص د کمزورتیا لامل شوی دی.

قضایي نظام د قانون د حاکمیت له بنسټیزو ستنو څخه ګڼل کېږي او د عدالت د تأمین او د وګړو د بنسټیزو حقونو په خوندیتوب کې مهم رول لري. خو منتقدان وایي، د طالبانو د ادارې له‌خوا دغه بدلونونه، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او مدني ازادیو په برخه کې، د کور دننه او نړیوالې کچې پراخې اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button