د طالبانو ادعا: د افغانستان د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د رادارونو بیا رغونه

احمدالله متقي، چې د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او کلتور مشر په هرات کې دی، ويلي چې دغه اداره د افغانستان د دفاعي وړتياوو د پياوړتيا لپاره يو لړ پروګرامونه پيل کړي دي. د هغه په وينا، دا اقدامات د هوايي دفاع د سيستمونو بيا فعالول، د درنو وسلو ترميم او د مهماتو، وسلو او بېپيلوټه الوتکو د تولید فابريکو پرانيستل شامل دي.
متقي دا څرګندونې په خپل د اېکس پاڼه کې خپرې کړې دي او زياته کړې یې ده چې د طالبانو د دفاع وزارت د رادارونو د بيا رغونې، د تخنیکي پرسونل د روزنې او د پوځي ځواکونو د چمتووالي د کچې د لوړولو چارې هم پيل کړې دي. نوموړي د دې پروژو د عملي مهال وېش، مالي سرچينو او د عملي وړتيا په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.
طالبان له هغې راپدېخوا چې يو ځل بيا په افغانستان واکمن شوي، تل د پوځي جوړښتونو د پياوړتيا خبرې کوي، خو کارپوهان باور لري چې د شفافيت، ملي څارنې او نړيوال مشروعيت د نشتوالي له امله روښانه نه ده چې دا پروګرامونه به تر کومه بريده عملي او دوامدار وي. همدارنګه معلومه نه ده چې دغه تجهيزات او تأسيسات به د هېواد د اوسني امنيتي وضعيت له غوښتنو سره څومره سمون ولري.
د اقتصاد له سختو حالاتو او د خلکو د ژوند او عامه خدماتو په برخو کې د پراخو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د نظامي زېربناوو پر پراختيا تمرکز يو ځل بيا د سرچينو د لومړيتوب او د طالبانو د ادارې د حساب ورکونې موضوع د خلکو ترمنځ راپورته کړې ده.




