امنیت او پېښېمهم خبرونه

په لکي مروت کې د ماين چاودنې شپږ پاکستاني پوليس ووژل

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د جمعې په سهار له غرمې مخکې په خيبرپښتونخوا ايالت کې د لکي مروت په ولسوالۍ کې د پوليسو يو موټر د ماين په چاودنه کې هدف ګرځول شوی، چې په پايله کې شپږ پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پوليسو موټر د دې ولسوالۍ په يوه سيمه کې په ګزمه بوخت و. تر اوسه د ماين د ډول او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

د خيبرپښتونخوا دغه ولسوالۍ په وروستيو کلونو کې د امنيتي پېښو او وسله‌والو بريدونو شاهد پاتې شوې ده. پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې چاودنې د عاملانو په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button