امنیت او پېښېمهم خبرونه

د پاکستان د توپچي بريدونو له امله په خوست کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

د طالبانو د ادارې چارواکي وايي، د پاکستاني پوځ د توپچي بريدونو په نتيجه کې چې د خوست ولايت د علي‌شير-تريزي ولسوالۍ په سيمو کې ترسره شوي، د يوې کورنۍ څلور غړي، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې نور ماشومان ټپيان شوي دي.

د طالبانو د ادارې د مرستيال وياند، حمدالله فطرت، د پنجشنبې په ورځ د حوت ۲۱مه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ياد بريدونه د اوسېدونکو پر سيمو شوي دي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د وژل شوو کسانو له ډلې يو سړی، يوه ښځه، يو هلک ماشوم او يوه نجلۍ ماشومه شامل دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، د توپ مرمۍ د کوچيانو پر خېمو لګېدلې دي. کوچيان هر کال د هېواد ختيځو سيمو ته ورځي او هلته په خېمو کې ژوند کوي.

د طالبانو اداره زياتوي، چې د کنړ ولايت يو شمېر سيمې هم د ورته بريدونو هدف ګرځېدلې دي، خو د احتمالي تلفاتو په اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

پر دې مهال، د ملګرو ملتونو سازمان مخکې ويلي، چې د پاکستان له لوري منسوبو بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ‌ژوبله له پنځوسو تنو زياته ده، خو د طالبانو اداره دا شمېر له سل کسانو هم ډېر بولي. تر اوسه د پاکستان چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button