د روغتيا نړېوال سازمان له افغانستان سره د سرطان درملو ۲۵ ټنه مرسته وکړه

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې ۲۵ متريک ټنه درمل او بنسټيز طبي تجهیزات يې د کابل د ملي سرطان روغتون، د عليآباد روغتون د سرطان څانګې، او همدارنګه د ننگرهار، بلخ او هرات په ولايتونو کې د درې سيمهييزو د سرطان درملنې مرکزونو ته مرسته کړې ده.
دغه مرستې د سرطان ضد حياتي درملو (کيموتراپي) او د هغو ځانګړو کڅوړو څخه جوړې دي چې د غيرساري ناروغيو (NCD) د درملنې لپاره کارېږي. دا ګام په داسې حال کې پورته کېږي چې د افغانستان د سرطان درملنې مرکزونه له درملو او د تشخيص او درملنې له امکاناتو سره د کمښت او ستونزو مخ دي، او ډېری ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره د محدودو متخصصو روغتونونو دروازې وټکوي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا مرسته د اروپايي ټولنې د مالي ملاتړ له لارې برابره شوې ده. تمه ده چې د غيرساري ناروغيو دا کڅوړې به د ۱۶ زرو او ۲۰۰ کسانو د درملنې زمينه برابره کړي، او د سرطان ضد درمل به راتلونکو شپږو مياشتو کې د ۱۳ زرو او ۱۳۰ ناروغانو د درملنې ملاتړ وکړي.
سرطان او نور غيرساري ناروغۍ په افغانستان کې د زياتېدونکو روغتيايي ننګونو له ډلې دي، او نړيوالو روغتيايي بنسټونو تل ټینګار کړی چې د تشخيص او درملنې خدمات بايد په ولايتونو کې پياوړي شي، څو ناروغان اړ نه وي د درملنې لپاره کابل يا له هېواده بهر ته په اوږدو او لګښتي سفرونو ولاړ شي.




