مهم خبرونهنړیوال

امريکايي شرکت د منځني ختيځ د سپوږمکۍ انځورونو خپرونه دوه اوونيو ته ځنډولې

د امريکايي شرکت «پلنت لبز» ويلي چې د منځني ختيځ اړوند د سپوږمکۍ انځورونو د خپرېدو موده له څلورو ورځو څوارلسو ورځو ته لوړه شوې ده. دغه پرېکړه د شرکت په وينا د دې لپاره شوې چې له دغو انځورونو څخه د امريکا او د هغې د سيمه ييزو متحدينو پر ضد د احتمالي استفادې مخه ونيسي.

د رويټرز د راپور له مخې، شرکت خپلو کاروونکو ته خبر ورکړی چې نوي محدوديتونه به د منځني ختيځ د ټولو ثبت شوو انځورونو باندې پلي شي. تر دې مخکې ياد انځورونه څلور ورځې وروسته خپرېدل، خو اوس دا موده دوه اوونۍ ټاکل شوې ده.

«پلنت لبز» يو له هغو خصوصي شرکتونو څخه دی چې د سپوږمکۍ انځورګري په برخه کې فعاليت لري او انځورونه يې د رسنيو، څېړنيزو بنسټونو او تحليلګرو لخوا کارېږي.

له بلې خوا راپورونه څرګندوي چې د اسرائيلو چارواکو هم د ايران د توغنديزو بريدونو له امله پر هغو معلوماتو او انځورونو محدوديتونه لګولي چې ښايي د احتمالي زيانونو اړوند وي. د دغو محدوديتونو د پيماني په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button