روغتيامهم خبرونه

د روغتيا نړيوال سازمان: د افغانستان په شمال کې زلزله روغتيايي بحران رامنځته کړی

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر درېيمه نېټه د افغانستان په شمال کې د قوي زلزلې په غبرګون خپل څلورم د وضعیت راپور خپور کړی دی. دغه راپور د زلزلې د روغتیايي اغېزو، د غبرګون هڅو او د بېړنیو اړتياوو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کوي.

د راپور د موندنو له مخې، په شمالي ولايتونو کې روغتيايي مرکزونه له درملو، انساني ځواک او اړينو طبي تجهيزاتو سره د سخت کموالي سره مخ دي. د طبي ټيمونو محدود شتون او د مرستو رسولو ناکافي امکانات د اغېزمنو شوو خلکو رسېدنه له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو طبي تجهيزاتو پر ضرورت ټينګار کړی او له طالبانو اداره يې غوښتي چې د مرستندويه ټيمونو لپاره لرې پرتو سيمو ته د ژر لاسرسي آسانتياوې برابرې کړي. خو د يادې ادارې له خوا د مؤثرې مديريت نشتوالی د مرستو رسولو په بهير کې ځنډ رامنځته کړی او بحران يې لا پسې ژور کړی دی.

وروستۍ زلزلې چې د افغانستان شمالي سيمې يې لړزولي، سلګونه کورنۍ بې‌کوره کړې او د دغو سيمو روغتیايي وضعيت یې نږدې بحراني حالت ته رسولی. په دې حالاتو کې، مؤثرې او پر وخت مرستې يوازې هغه مهال شونی دي چې د نړيوالو ادارو او محلي جوړښتونو ترمنځ همغږي موجوده وي، خو دا همغږي د طالبانو تر واک لاندې ډېر زيانمن شوی ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button