دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه

د روغتيا نړيوال سازمان له خوا افغانستان ته د ۲۵ ټنه د سرطان درملو استول

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې دغه ادارې ۲۵ ټنه اساسي د سرطان درمل او د غيرساري ناروغيو کڅوړې د افغانستان څو درملنيزو مرکزونو ته سپارلې دي. د ياد اقدام موخه دا ده چې د زرګونو ناروغانو د درملنې خدمتونه پياوړي شي.

د دې سازمان د رسمي ایکس پاڼې له مخې، دغه مرسته ملي د سرطان روغتون، د علي‌آباد روغتون د سرطان څانګې او همدارنګه د ننگرهار، بلخ او هرات ولايتونو درې سيمه‌ييزو د سرطان درملنې څانګو ته سپارل شوې ده.

په دې محموله کې هغه حياتي درمل شامل دي چې د کيموتراپي او د غيرساري ناروغيو د درملنې لپاره ځانګړي پکې دي. غيرساري ناروغۍ لکه سرطان، شکر او د زړه ناروغۍ د مړينې له عمده عواملو څخه شمېرل کېږي، او د تخصصي خدماتو محدود لاسرسی د ناروغانو د درملنې بهير له ستونزو سره مخ کړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان زياته کړې چې د غيرساري ناروغيو د بسته‌جاتو لګښت د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې له خوا تمويل شوی او اټکل کېږي چې ۱۶ زره او ۲۰۰ ناروغان به ترې ګټه واخلي. همدارنګه اټکل شوې چې د سرطان درمل به په راتلونکو شپږو مياشتو کې د ۱۳ زره او ۱۳۰ ناروغانو د درملنې زمينه برابره کړي.

د افغانستان روغتيايي نظام په وروستيو کلونو کې د امکاناتو، تجهيزاتو او مالي سرچينو له کمښت سره مخ دی، او ډېری ناروغان اړ کېږي چې د درملنې لپاره د هېواد څخه بهر سفرونه وکړي. د نړيوالو ادارو دا ډول مرستې د روغتيايي خدمتونو د دوام لپاره حياتي بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button