اقتصادمهم خبرونه

میرضیایوف د افغانستان سره د غوره سوداګریز تړون د پلي کېدو فرمان لاسلیک کړ

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو رسمي فرمان په لاسلیک کولو سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د غوره سوداګرۍ تړون توشیح کړ. دا تړون له دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال د جون په لسمه د تاشکند د نړیوالې پانګونې ناستې په څنډه کې د ازبکستان د پانګونې او بهرني تجارت وزیر او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترمنځ لاسلیک شوی و.

د دې تړون له مخې، د ۱۴ قلمه توکو ګمرکي تعرفې به لغوه شي. همدارنګه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتيا جوازونو ترلاسه کول به آسانه شي؛ داسې ګام چې د دې محصولاتو د ازبکستان بازار ته د لاسرسي اسانتیا برابروي. په مقابل کې د ازبکستاني صادرونکو لپاره هم ځینې ملاتړیز تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

په ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ میاشت کې، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د دې تړون د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې وې. د تړون د بشپړ پلي کېدو د دقیق وخت په اړه لا تر اوسه جزیات نه دي خپاره شوي.

همدارنګه تمه کېږي چې د مبارک رمضان له پای وروسته، په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ګډ سوداګریز فورم ترسره شي. د دې غونډې موخه د اقتصادي همکاریو پراخېدل او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د نوو فرصتونو رامنځته کول یاد شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button