سياستمهم خبرونه

د بلخ د طالبانو د ویاند ګواښمن پیغام د امریکا پر ضد له ایکس نه لرې شو

عطاالله زید، چې د طالبانو د ادارې ویاند په بلخ کې دی، وروسته له هغه خپل د ایکس له پاڼې یو ګواښمن پیغام حذف کړ چې د امریکا پر وړاندې یې خپور کړی و. هغه دا پیغام د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو د نویو څرګندونو په غبرګون کې لیکلی و، او ویلي یې وو چې طالبان به امریکا د «امریکايي وسلو» په وسیله په نښه کړي.

دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۱۸مه، اعلان وکړ چې افغانستان به د طالبانو تر ادارې لاندې د هغو هېوادونو په ډله کې شامل شي چې د غیرقانوني نیونو ملاتړ کوي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګرو تګلارو کار اخلي، خو دا کړنلار به هیڅ پایله ونه لري.

زید په خپل حذف شوي پیغام کې لیکلي و، که امریکا یو ځل بیا وغواړي چې طالبان تر فشار لاندې راولي، نو دا ډله د «سخت غبرګون» لپاره چمتو ده. هغه دا هم زیات کړي و: «هېر مه کړئ، موږ به تاسې د خپلو وسلو په وسیله، چې موږ یې ترلاسه کړي دي، ووژنو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروسته له دې څرګندونو غوښتنه وکړه چې ټول امریکایي وګړي باید خوشې شي، هغه کسان چې د ده په وینا په غیرقانوني توګه په افغانستان کې بنديان دي. دا څرګندونې یو ځل بیا د طالبانو د ادارې له‌خوا د بهرنیو وګړو د نیونو موضوع روښانه کړه؛ داسې کړنه چې مخکې هم د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شوې وه.

سره له دې چې ګواښمن پیغام حذف شوی، د طالبانو اداره تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی. د داسې څرګندونو خپرېدل او بیا حذف کېدل، پوښتنې راپورته کوي چې د طالبانو رسمي دریځ د نړیوالو فشارونو او د نیونو د موضوع په اړه څه دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button