ملګرو ملتونو: افغانستان ته د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بشري مرستې اړتیا ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش، په خپل وروستي راپور کې د امنیت شورا ته ویلي دي چې د «د افغانستان د ۲۰۲۶ بشري اړتیاوو او غبرګون پلان» د تطبیق لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، څو له ۲۱.۹ میلیونو اړمنو کسانو څخه ۱۷.۵ میلیونو ته بېړنۍ او ژغورونکې مرستې ورسوي.
ګوتریش په راپور کې ټینګار کړی چې سره له دې چې په افغانستان کې یو ډول نسبي ثبات لیدل کېږي، خو بشري، سیاسي او اقتصادي بحرانونه لا هم د پراخېدو په حال کې دي. د نړیوالو مرستو کمېدل، د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخ بیرتهراګرځېدل، طبیعي پېښې او د سیمې سوداګریزې ستونزې د هېواد د اوسېدونکو پر ژوند فشار زیات کړی دی.
راپور همدارنګه د دیورند کرښې دواړو غاړو ته د جګړو د زیاتېدو په اړه اشاره کړې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، د توپچي ډزو، هوايي بریدونو او بېپیلوټه الوتکو د فعالیتونو زیاتوالی د ملکي خلکو د تلفاتو او د خلکو د شتمنیو د زیان سبب شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه د دې ادارې د مخدره موادو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) د موندنو پر بنسټ ویلې چې د ۲۰۲۳ کال د کوکنارو د کر کیلې د بندیز له تطبیق وروسته، د دې محصول کرل په ملي کچه په څرګنده توګه راکم شوي، خو د دې تمرکز له سوېل لوېدیځو سیمو څخه د هېواد شمال ختیځو برخو ته انتقال موندلی دی.
راپور په څرګنده توګه ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو نقض دی، او ټینګار یې کړی چې دغه محدودیتونه د افغانستان عادي تعامل له نړیوال نظام سره خنډوي. د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو دوامداره بندیز هم تر نیوکې لاندې راغلی، او له طالبانو غوښتنه شوې چې ژر تر ژره دا بندیز لرې کړي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ښځو پر کار محدودیت د دې ادارې پر بشري فعالیتونو هم اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو غوښتنه دا ده چې د ښځینه کارکوونکو د کار اجازه ورکړل شي تر څو د مرستو پروسه بېخنډه روانه وساتل شي.
تر دې مواردو سربېره، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پراخ ستنېدل د عمده ننګونو په توګه یاد شوي دي. د راپور له مخې، ډېری بېرته راستنېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي، لکه د استوګنې، کارموندنې او د هویت اسنادو نشتوالی؛ یو حالت چې د طالبانو له ادارې د اغېزمن پلان جوړونې او د نړیوالې ټولنې له همکارۍ جدي اړتیا څرګندوي.




