یونیسف د پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې ترسره شوي اقدامات وغندل

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د استازي (یونیسف) استازي د احیا او انکشاف دهات له وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې د پاکستان د پوځي رژیم هغه کړنې وغندلې چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې ترسره کړې او «تجاوزکارانه» یې وبللې. نوموړي دغه اقدامات د اندېښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ چې د کډوالو حالت ته باید جدي پاملرنه وشي.
تاجالدین په دې ناسته کې د یونیسف د روانو فعالیتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا اداره هڅه کوي د اوبو رسونې په برخه کې په هېواد کې د لا زیاتو پروژو د پلي کولو لپاره کار وکړي. د هغه په وینا، له پاکو اوبو سره لاسرسی د خلکو اساسي اړتیا ده، په ځانګړې توګه د زیانمنو کورنیو او راستنېدونکو ترمنځ.
په همدې حال کې، ملا عبداللطیف منصور پر دې ټینګار وکړ چې انکشافي پروژې باید په خپل وخت او د لوړ کیفیت سره پلې شي، او غوښتنه یې وکړه چې هغو کډوالو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي چې له کمپونو راستانه شوي او په ځینو مواردو کې بېځایه شوي دي. نوموړي له د یونیسف له مشرتابه وغوښتل چې د اوبو رسونې او نورو بنسټیزو خدمتونو په برخو کې له دې قشر سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د لیدنې په پای کې، دواړو لورو د احیا او انکشاف دهات وزارت او یونیسف تر منځ د همغږۍ د پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.




