مهم خبرونهمهم سرلیکنظرونه

د هرمز تنګي جګړه؛ د توغندیو جګړه که د انرژۍ جګړه؟

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده او امریکا به ژر تر ژره د هرمز تنګي تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د جګړې معادله اوس ډېره ساده شوې ده. هغه لوری به ګټونکی وي چې د هرمز تنګي او ورسره د انرژۍ د بیو او عرضې کنټرول تر لاسه کړي.

تر دې دمه د امریکا او اسرایلو هوايي بریدونو ته د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ځواب ویل شوی دی. که څه هم امریکا او اسرائیل ایران ته ځینې زیانونه اړولي، خو دوی هم له نه جبرانېدونکو تاوانونو سره مخ شوي دي. د امریکا اروپایي متحدین د جګړې مستقیمې صحنې ته نه دي ورداخل شوي، او د عربي متحدینو تمایل دا نه دی چې د ایران پر وړاندې مستقیم غبرګون وښيي، څو نور زیانونه ونه ویني. د ایران متحدین که څه هم په جګړه کې مستقیم حضور نه لري، ویل کېږي چې د اطلاعاتو په برخه کې له ایران سره مرسته کوي.

په داسې حال کې چې پوځي جګړه نه شي کولای د بریا برخلیک وټاکي، اوس هغه څه چې د بریا پایله ټاکي، د فشارونو په وړاندې د هر لوري زغم او تاب‌آوري ده.

امریکا او اسرائیل، چې د اسلامي جمهوری نظام د ړنګېدو هڅې د ترور او ټولنیزو شخړو له لارې ناکامې شوې دي، هڅه کوي د پوځي فشارونو په زیاتولو سره ایران وډاروي. له همدې امله ټرمپ د شلو برابرو بریدونو خبره کوي.

ایران بیا له توغندیو او بې‌پیلوټه بریدونو سره یوځای د نړۍ پر اقتصادي ګلو بند فشار راوړي، څو نړیوال د انرژۍ بحران د خپلو دښمنانو د ماتې وسیله وګرځوي.

له بلې خوا، د آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌اي د انتخاب اعلان، د شهید مشر د ځایناستي په توګه، وښودله چې ایران د امریکا سره د جوړجاړي لاندې فشار نه احساسوي او د پیاوړي زغم او قاطعیت سره غواړي د شهید مشر د ټاکلي مسیر دوام ورکړي.

اوس که په راتلونکو څو ورځو کې امریکا وتوانېږي چې د سوخت بار وړونکې کښتۍ د هرمز تنګي څخه تیرې کړي او د انرژۍ نرخ راکم کړي، باید ومنو چې د بریا پر لور روانه ده؛ خو که دا کار ونه شي، د امریکا او اسرایلو ماتې په دې جګړه کې حتمي ده. تر اوسه امریکا د هرمز تنګي ته د ننوتلو وړتیا نه ده ښودلې.

سید احمد موسوي مبلغ

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button