په کابل کې د ۱۴۰۵ کال ملي نیالګیو د کښینولو کمپاین پیل شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د چاپېریال ساتنې ملي اداره اعلان کړی چې د «روغ چاپېریال، روښانه راتلونکی» تر شعار لاندې د ۱۴۰۵ کال د ملي نیالګیو د کښینولو کمپاین په کابل کې پیل شوی دی. دغه پروګرام د یوې همکارې موسسې په مرسته ترسره کېږي.
د پرانېستې د مراسمو د معلوماتو له مخې، د «TLO» موسسه د دې پروګرام په پلي کولو کې برخه لري. د یادې موسسې استازي انجنیر عبدالرحیم خرم وویل چې «TLO» په تېرو ۲۳ کلونو کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کړی دی.
مسوولین وايي، د دې کمپاین په ترڅ کې به ۱۱۰۰ نیالګي د کابل ښار د «تپه کلا مسلم» په سیمه کې کښینول کېږي. همدارنګه، پلان شته چې ۹۰۰ نور نیالګي د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې وکښینول شي.
د چاپېریال ساتنې کارپوهان ټینګار کوي چې د لویو ښارونو په ځانګړي ډول کابل کې د شنو ساحو پراختیا، چې له هوا ککړتیا او د بوټو د پوښښ له کمښت سره مخ دی، کولای شي د هوا د کیفیت په ښه والي او ښاري ښکلا کې مهم رول ولوبوي. خو دوی زیاتوي چې د داسې پروګرامونو دوام او د نیالګیو د ساتنې څارنه د وروستیو کلونو له اساسي ننګونو څخه ده.



