د آمو سیند ترڅنګ د ویجاړ شوو کرنیزو ځمکو د بیارغونې طرحه تایید شوه

د طالبانو اړوند د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نن د سهشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۱۹مه، د آمو سیند په اوږدو کې د ویجاړ شوو ځمکو د بیارغونې طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته په اصل کې تایید کړه. دا پرېکړه د یادې کمېټې په نوبتي غونډه کې، چې د کابل په مرمرین ماڼۍ کې شوې وه، ترسره شوه.
د دې طرحې له مخې، لومړی به زیانمنې شوې ځمکې ورغول شي او وروسته به په دغو سیمو کې کرنیزې، مالدارۍ او د پروسس فابریکې جوړې شي. چارواکي وایي چې د دې پروګرام په پلي کېدو سره به د لوړ کیفیت کرنیز توکي تولید او زرګونو کسانو ته د کار زمینې برابرې شي. خو د دې پروژې مالي جزییات او د بودیجې د تمویل څرنګوالی لا هم نهدی عام شوی.
په همدې غونډه کې د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د یو سوداګریز او استوګنیز کمپلکس د جوړولو طرحه هم تر بحث لاندې ونیول شوه. کمېټې د کابل ښاروالۍ ته لارښونه وکړه چې لومړی دې د یادې سیمې د ځمکې مالکیت او نقشه په دقیقه توګه تثبیت کړي.
د شوې پرېکړې له مخې، که ځمکه د پانګونې لپاره مناسبه وپېژندل شي، نو کابل ښاروالۍ مکلفه ده چې له وړاندیز کوونکې شرکت سره تخنیکي بحثونه ترسره کړي او وروستی راپور د پانګونې کمېټې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د کابل ښار د موټرو د نندارتونونو او پلورنځیو لپاره د ځانګړو سیمو د ټاکلو موضوع هم وڅېړل شوه. په دې تړاو یوه ګډه دولتي ډله چې د کابل ښاروالۍ او اړوندو ادارو استازي پکې شامل دي، ګومارل شوې ده تر څو د ښار په څو برخو کې مناسب ځایونه مشخص کړي، اړین طرحه چمتو او کمېټې ته وړاندې کړي.
که څه هم د طالبانو اداره دغه پروګرامونه د پانګونې د تنظیم او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه بولي، خو د قراردادونو د شفافیت کموالی او د پروژو د پلي کېدو د څارنې د میکانیزم نشتوالی د ښاروندانو او اقتصادي فعالانو جدي اندېښنه پاتې شوې ده.




