سياستمهم خبرونه

د پاکستان د علماوو پلاوی د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد درې کسیز ديني پلاوی کابل ته رسېدلی او د طالبانو د ادارې له چارواکو سره یې خبرې پيل کړې دي. د دې سفر موخه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو شخړو او تاوتريخوالي د کمولو لارو څېړنه بلل شوې ده.

د «خراسان ډایري» رسنۍ د سې شنبې په ورځ (د حوت ۱۹مه) د یوه سرچینې له خولې راپور ورکړی چې دغه پلاوی مولانا فضل‌الرحمان خلیل، مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا ساجد عثمان لري. د یادې سرچینې په وینا، د پلاوي غړي اوس مهال له د طالبانو د ادارې مسوولینو سره خبرې کوي.

طلوع نیوز هم د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې دا سفر د دواړو لورو ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتريخوالي د کمولو په هدف ترسره شوی دی. خو تر اوسه د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت د دې سفر او د اجنډا جزئیات په رسمي توګه نه دي تأیید کړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې نږدې دوه اوونۍ کېږي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نويو نښتو لړۍ پیل شوې ده؛ نښتې چې پراخې اندېښنې يې راپارولي دي. ملګرو ملتونو اعلان کړی چې دغه ترینګلتیاوې افغانستان ته درانه انساني او اقتصادي زیانونه اړولي او د پاکستاني بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۸۵ ملکي کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د نښتو ډېروالی او د طالبانو د ادارې له لوري د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د مدیریت لپاره د یوه روڼ ديپلماتيک چوکاټ نشتوالی، په کور دننه نیوکې راپورته کړې دي. شنونکي وايي، که دا وضعیت دوام ومومي، تر ټولو ډېر زیان به د پولو سیمو اوسېدونکي او ملکي وګړي وویني.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button