مهم خبرونهنړیوال

تاکر کارلسن: اسراییل د ایران د بریدونو پایلې سانسور کوي

تاکر کارلسن، د امريکا يو پېژندل شوی رسنيز فعال، وايي چې په اسراییل کې پراخ سانسور دا لامل شوی چې د ایران د بریدونو د زیانونو کچه په اشغال شويو سيمو کې په بشپړ ډول نه ده خپره شوې. هغه دا خبرې په يوه ویديويي پیغام کې کړې چې په خپل شخصي وېب‌سایټ یې خپر کړی دی.

کارلسن په دغه پیغام کې ویلي، د اسراییل په کابینه کې حالت «ناسم او ګډوډ» دی او د دې هېواد چارواکي نه غواړي چې د زیانونو او اورلګیدنو تصویرونه د تل‌ابیب او حیفا په څېر ښارونو کې د خلکو پر وړاندې ښکاره شي.

د نوموړي په وینا، د خلیج له ځینو هېوادونو هم دا لېوالتیا نه ښيي چې د ایران د بریدونو پایلې په پراخه توګه په رسنیو کې خپرې شي. کارلسن ادعا کړې چې په هغو ځینو هېوادونو کې چې د دغو بریدونو هدف ګرځېدلي، د زیانونو د کچې په اړه د راپور خپرول کولای شي قانوني پایلې، لکه د بند سزا، ولري.

دغه رسنيز فعال همدارنګه څرګنده کړې چې د بریدونو د پایلو په اړه د رښتینې او صادقانه پوښښ نشتوالی د دې يو اساسي علت دی چې په اشغال شويو سيمو او ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو کې د ویجاړیو پراخوالی نه دی ښکاره شوی. د اسراییل رسمي چارواکو تر اوسه د ده دغو څرګندونو ته ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button