د امارات په ابوظبي کې له ۴۱۰۰ زياتو افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي احصايې او معلوماتو رياست ويلي دي چې د ۱۴۰۴ لمريز کال له پيله تر اوسه، د اماراتو متحده عرب اماراتو کې له څلور زرو او سل زياتو افغان وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. دا لړۍ د ابوظبي ښار په «خدمات آسان» مرکز کې پر مخ وړل کېږي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د نوو پېژندپاڼو له وېش سربېره، د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د يو شمېر اصلاحاتي خدمتونه هم وړاندې شوي دي. دغه خدمتونه د هويتي معلوماتو د سمون او د ثبتنام اړوند ستونزو د حل په موخه وړاندې کېږي.
په خبرپاڼه کې د نعمان اکبر له قوله ويل شوي چې هره ورځ شاوخوا شپېته کسان له بېلابېلو هېوادونو لکه کاناډا، د امريکا متحده ايالاتو، يو شمېر اروپايي هېوادونو او همدارنګه د اماراتو مېشته افغانان دې مرکز ته ورځي، څو پېژندپاڼې ترلاسه کړي يا د خپلو هويتي اسنادو ستونزې حل کړي.
د احصايې رياست زياته کړې چې د هويت ثبت او برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د پراختيا لپاره، د ابوظبي له مرکز سربېره، په ايران کې هم درې نور د هويت ثبت مرکزونه جوړ شوي دي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې ډېری افغان مهاجر د قونسلي او هويتي خدمتونو د نهرسېدو له ستونزو سره مخ دي.
ياده اداره ټينګار کوي چې د اماراتو د «خدمات آسان» مرکز به تر راتلونکو څلور مياشتو پورې خپل فعاليت ته دوام ورکړي، څو د اماراتو مېشته افغانان وکولای شي برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي او د کاغذي پېژندپاڼو اړوند ستونزې حل کړي. خو دا لا څرګنده نه ده چې له دې مودې وروسته به د دغو خدمتونو د دوام لپاره کوم ميکانيزم عملي کېږي.




