اروپايي اتحاديې ۲۷۰ ټنه خوراکي توکي کابل ته ولېږل

د اروپايي اتحاديې د ملکي ساتنې او بشري مرستو ادارې اعلان کړی چې درې محمولې خوراکي مرسته يې کابل ته لېږلې ده چې ټولټال ۲۷۰ ټنه مغذي خوراکي توکي پکې شامل دي. دا مرستې د هغو افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره دي چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه محمولې ۲۰ زره تیار د استعمال خواړه لري چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د خوارځواکۍ د ماشومانو د درملنې لپاره کارېږي. دغه بستې په ځانګړي ډول د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره جوړې شوې دي.
یونیسف ویلي چې تېر میلادي کال کې یې ۶۱۰ زره هغه ماشومان درملنه کړي چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو. دغه اداره زیاتوي، هڅه کوي سږ کال خپلې مرستې پراخې کړي او یو میلیون ماشومان د تغذیې او درملنې تر پوښښ لاندې راولي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له پراخ انساني او اقتصادي بحران سره مخ شوی دی؛ دغه بحران د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته لا شدید شوی او د فقر او خوړو د نهامنیت کچه یې زیاته کړې ده. نړیوالو ادارو بیا بیا خبرداری ورکړی چې د محدودیتونو او کمزوري اقتصادي مدیریت له امله د میلیونو افغانانو د خوړو او روغتیايي خدماتو لاسرسی له ستونزو سره مخ شوی دی.
په دغسې حالاتو کې، نړیوالې بشري مرستې لا هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو اصلي سرچینه بلل کېږي.



