سياستمهم خبرونه

د افغانستان د سفارت سرپرست د مالیزیا د بهرنیو چارو له چارواکي سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سفارت سرپرست په مالیزیا کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ او جنوبي آسیا د برخې له رئیس سره لیدنه کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو او د افغانستاني وګړو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه یې خبرې کړې دي.

د سفارت د ایکس پاڼې د خبر له مخې، نقیب‌الله احمدي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست په کوالالامپور کې دی، له «اوغلي نور یانتي» سره لیدنه کړې او د کابل او کوالالامپور د اړیکو د لا پراختیا په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.

په د سفارت په اعلامیه کې راغلي، دواړو لورو د اړیکو د پیاوړتیا د لارو د ارزونې ترڅنګ، د افغانستاني وګړو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو او په مالیزیا کې میشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په وړاندې کولو ټینګار کړی دی. همدارنګه د سیمې وروستي پرمختګونه هم د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه بلل شوي دي.

په دې لیدنه کې همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار شوی او دواړو خواوو هیله څرګنده کړې چې د اقتصادي تبادلو کچه به لوړه شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، د خپلو سیاسي استازولیو له لارې، د سیمې او سوېل ختیځې آسیا له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي؛ یو اقدام چې د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو او په افغانستان کې د بیکارۍ د بحران د کمېدو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button