د ټرمپ او پوتین ټیلیفوني خبرې د ایران او اوکراین په اړه

د کرملین ماڼۍ اعلام کړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شاوخوا یو ساعت دوام لرونکي ټیلیفوني خبرو پر مهال د ایران اړوند تحولاتو او د اوکراین د بحران په اړه نظرونه تبادله کړي دي. د روسی چارواکو په وینا، دا خبرې د مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو پر محور متمرکزې وې.
په هغه اعلامیه کې چې د کرملین له خوا خپره شوې، ویل شوي چې دواړو لورو د اوکراین د وضعیت او همدارنګه د ایران د موضوع په اړه خپلې لیدلوري څرګندې کړې دي. د روسی چارواکو د دې تماس فضا «جوړونکې، مسلکي او رښتینې» بللې ده.
د الجزیرې شبکې د کرملین د څرګندونو په حواله راپور ورکړی چې پوتین د دې تماس پر مهال ټرمپ ته څو وړاندیزونه وړاندې کړي ترڅو له ایران سره جګړه په چټکۍ سره ودریږي. د دغو وړاندیزونو د ماهیت په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
دا تماس په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اوکراین او ایران موضوعات لا هم د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو د اجنډا له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي، او هر ډول سلا مشورې د مسکو او واشنګټن ترمنځ کولای شي د راتلونکو تحولاتو پر بهیر اغېز وکړي.




