افغانستان د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قالینونه نړیوالو بازارونو ته صادر کړي

د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په روان لمریز کال کې د افغانستان تولید شوي قالینونه او ګلیمونه د ۱۸ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي. د دغه وزارت په وینا، د قالین تولید کچه هم د تیرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.
د افغانستان قالین د هېواد له مهمو غیريکرنیزو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي او له کلونو راهیسې د خپلې لوړ کیفیت او دودیزو نقشونو له امله په بهرنیو بازارونو کې ځانګړی ځای لري. دا صنعت په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، د زرګونو کورنیو د عاید سرچینه ده.
که څه هم د طالبانو اداره د تولید د زیاتوالي خبره کوي، خو د دې برخې فعالان تل په عملي ملاتړ، نړیوالو بازارونو ته په اسانه لاسرسي او د بانکدارۍ او ټرانزیټي ستونزو د حل اړتیا ټینګار کړی دی. د دوامدار صادراتو زمینه برابرول او د تولیدونکو ملاتړ کولای شي د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې مهم رول ولوبوي.



