د امريکا استازی: د طالبانو د حکومت کړنې «دردناکې او نه منونکې» دي

مایک والتز، د متحده ایالاتو استازی په ملګرو ملتونو کې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان څلور کلن وضعیت «سخت او دردناک» وباله او ويې ويل چې د دغې ادارې کړنې، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې، د منلو وړ نه دي.
هغه د دوشنبې په ورځ، د حوت ۱۸مه (مارچ ۸مه)، وويل چې د خلکو پر لاسرسي د بنسټیزو خدمتونو محدودول، د بشري حقونو دوامدارې سرغړونې او د ښځو د حقونو او ازاديو پراخ محدوديتونه افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخ کړی دی. د هغه په وينا، دغو تګلارو د هېواد د ډېرو اوسېدونکو بنسټيز حقونه ترې اخیستي دي.
والتز همدارنګه زياته کړه چې د طالبانو اداره د افغان ښځينه کارکوونکو د ګډون مخنيوي له لارې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوي ماموريت (یوناما) فعالیتونه مختل کړي دي. هغه دا اقدام د نړېوالې ټولنې سره د ښه نيت د نشتوالي نښه وبلله او ويې ويل چې د طالبانو د نړېوالو ژمنو پر وړاندې د شکونو کچه نوره هم زياته شوې ده.
د امريکا استازي خبرداری ورکړ چې نړيوالې مرستې باید له پوره دقت سره وڅېړل شي، ځکه چې په داسې حال کې چې ښځې له دندو منع کېږي او د وګړو اساسي حقونه تر پښو لاندې کېږي، د بشري مرستو لړۍ له جدي ننګونو سره مخ ده.
هغه ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو اصلي لومړيتوب د خپلو وګړو خوندیتوب او د هغو کسانو ازادي ده چې د ده په وينا، په ناحقه نيول شوي دي. والتز په پای کې وويل چې د افغانستان خلک د حقونو، بشري کرامت او برابر فرصتونو مستحق دي او د طالبانو اداره بايد د خپلو مسئوليتونو په اړه ځوابويه وي.




