د ډيموکرات سناتورانو له ايران سره د روانې جګړې پر سر د علني غونډې غوښتنه وکړه

يو شمېر د امريکايي سنا د ډيموکرات ګوند غړيو د ايران سره د روانې جګړې په اړه د يوې علني اورېدنې غوښتنه کړې ده او ټينګار کوي چې د حکومت لوړپوړي چارواکي بايد د کانګرس پر وړاندې ځواب ورکوونکي وي.
د «پوليتيکو» د راپور له مخې، دغو سناتورانو ويلي چې د امريکا خلک حق لري په يوه علني غونډه کې د دغې جګړې د لاملونو او اړخونو په اړه رسمي وضاحتونه واوري. هغوی روښانه کړې چې د دغې غونډې جوړېدل د شفافيت او د کانګرس د څارنې لپاره د جګړې پر پرېکړو اړين دي.
دغه ديموکرات سناتوران خبرداری ورکوي که اړوند چارواکي د وضاحت لپاره راوغوښتل نه شي، نو هغوی به د جګړې د صلاحيتونو په اړه د طرحو پر سر د رايې اچونې موضوع يو ځل بيا د سنا غونډې اجنډا ته راوړي. د امريکا په سياسي نظام کې، کانګرس د ولسمشر د جګړې د واک پر څارنې صلاحيت لري.
په ګډه اعلاميه کې راغلي چې د جګړې وزير پيت هګست او د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو بايد ژر تر ژره د کانګرس په يوه علني غونډه کې ګډون وکړي او د دې جګړې د پيل لاملونه تشريح کړي.
ديموکرات سناتورانو دا هم ټينګار کړی چې د امريکا اتباع نور د يوه اوږده او بېپايې جګړې د لګښتونو د ورکولو لېوالتیا نه لري. د اعلاميې په پای کې راغلي چې اوس وخت رارسېدلی څو ديموکراتان خپل ټول سياسي نفوذ د هغه څه د درولو لپاره وکاروي چې «بېځايه جګړه» بلل شوې ده.




