اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان بانک د یوناما او UNDP له استازو سره د بانکي سکتور د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د دې ادارې د مرستیال سرپرست د یوناما د ځانګړي استازي له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له مسؤل سره د یوه ګډ چوکاټ د جوړولو او پلي کولو په اړه لیدنه او خبرې کړې دي، څو د بانکي او مالي سکتور د ظرفیت د پیاوړتیا لپاره ګډه همکاري رامنځته شي.

د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې دا چوکاټ به د روزنیزو پروګرامونو د همغږۍ، درسي موادو د چمتو کولو او د استادانو او روزونکو د ټاکلو لپاره طرحه کېږي. همدارنګه ټاکل شوې چې د کورنیو او نړیوالو ادارو تخنیکي مرستې د یوه ګډ پلاتفورم تر چتر لاندې تنظیم شي، څو له تیت‌پرکۍ څخه مخنیوی وشي او له ملاتړونو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

مرکزي بانک زیاتوي چې د داسې یوه کړنلارې رامنځته کول کولای شي د همکارو ادارو ترمنځ همغږي زیاته کړي او د بانکي سکتور په ځانګړو مهارتونو کې د وړتیا د لوړولو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانکي سکتور د وروستیو سیاسی بدلونونو وروسته له جدي ننګونو سره مخ دی، په ځانګړي ډول د نړیوالو اړیکو او د باور جلبولو په برخه کې. کارپوهان تل ټینګار کوي چې د مسلکي ظرفیتونو پیاوړتیا، شفافیت او له نړیوالو معیارونو سره همغږي د هېواد د مالي وضعیت د ښه والي بنسټیزې اړتیاوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button