دين او اندونهمهم خبرونه

طالبان: د سږکال د فطرې اندازه له ۶۲ تر ۶۴ افغانۍ ټاکل شوې

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست اعلان کړی چې د فطرې (سرسایه) اندازه د سږ کال لپاره د بازار د غنمو د ورځني نرخ له مخې له ۶۲ تر ۶۴ افغانيو ټاکل شوې ده. دغه اندازه د دوو کيلو ګرامو غنمو يا د هغو د اوړو پر بنسټ محاسبه شوې او بايد د کوچني اختر د لمانځنې تر مخه مستحقو کسانو ته ورکړل شي.

د دیني عالمانو په وینا، فطره يو شرعي وجيبه او اسلامي فرض ده چې د روژې د مياشتې په پای کې پر هر هغه څوک لازمه ده چې مالي توان ولري. دا صدقه بايد د کور سرپرست د خپلې کورنۍ د ټولو غړو له خوا ورکړي او هغه کسان چې جلا ژوند کوي، مکلف دي چې خپله يې ادا کړي.

د شرعي احکامو له مخې، د فطرې وجوب د کوچني اختر د لومړۍ ورځې سهار رامنځته کېږي، خو د اختر تر مخه يې ورکول هم جايز بلل شوي دي او غوره ده چې دا صدقه د روژې په وروستيو ورځو کې، د اختر د لمانځه تر مخه اړمنو ته ورکړل شي.

د حج او اوقافو ریاست په يوې خبرپاڼې کې د بېلابېلو توکو د نرخونو جزئيات هم خپاره کړي دي. د دې اعلاميې له مخې، د ۱۹۰۰ ګرامه غنمو بيه ۵۹ افغانۍ او د هغو د اوړو بيه ۶۱ افغانۍ ټاکل شوې ده. همدارنګه د ۳۸۰۰ ګرامه جَو بيه ۱۱۸ افغانۍ، د جَو د اوړو ۱۲۲ افغانۍ، وچي مېوې لکه کجورې ۵۴۰ افغانۍ او ممېش (کشمش) ۹۲۰ افغانۍ اعلان شوې دي.

دغه ریاست ټينګار کړی چې دا اندازه د حنفي فقهې له مخې ټاکل شوې او د احتیاط له مخې غوره ده چې د هر فطرانه لپاره دوه کيلو ګرامه غنم يا د هغو اوړه په پام کې ونيول شي، چې ارزښت يې په ترتيب سره ۶۲ او ۶۴ افغانۍ ته رسېږي. د نورو توکو لپاره څلور کيلو ګرامه معيار ټاکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي چې په ولايتونو کې که د اجناسو پر ځای نغدې پيسې ورکول کېږي، نو بيې بايد د سيمې د محلي نرخ له مخې محاسبه شي.

دیني عالمان باور لري چې فطره نه يوازې د يو شرعي حکم د ادا کولو وسيله ده، بلکې د ټولنې د يووالي د پياوړتيا، د مينې د رامنځته کولو او د اړمنو کورنيو د ملاتړ لامل هم ګرځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button