اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د صنعت وزیر د افغانستان د اقتصادي پروژو لپاره د پانګوالو بلنه ورکړه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان، ایران او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس کې، چې د کابل د ابو حنیفه ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې جوړ شوی و، خبرې وکړې او د سیمې له پانګه‌والو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د اقتصادي پروژو لپاره پانګونه وکړي.

ښاغلي عزیزی دا ناسته چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له‌خوا جوړه شوې وه، د پانګونې لپاره په لومړیتوب کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، صنعت، زیربناوو او سړخونو برخې یادې کړې. هغه وویل، دا ډول ناستې کولای شي د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو ته وده ورکړي.

نوموړي د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت په ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ترکیه کې جوړو شویو پخوانیو کنفرانسونو ته هم اشاره وکړه او دا ناستې یې د یادې ادارې د اقتصادي پالیسۍ په پرمختګ کې ګټورې وبللې.

عزیزي ادعا وکړه چې د طالبانو اداره د متوازن سیاست او اقتصادي ځان‌بساینې پر تمرکز، صنعتي پارکونو پراخولو او د فابریکو د فعالیتونو د زیاتولو په برخه کې ګامونه اخیستي چې له مخې یې زرګونه جریبه ځمکه‌ د صنعتي فعالیتونو لپاره ورکړل شوې. نوموړي خو بیا هغو ننګونو ته اشاره ونه وکړه، چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د حقوقي او امنیتي تضمینونو نشتوالی پېژندل کیږي.

د خبرو په پای کې، د طالبانو د صنعت وزیر یو ځل بیا د کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې فعاله ونډه واخلي، عملي قراردادونه لاسلیک کړي او د ګډو ګټو پر اساس د سیمې د اقتصاد د ودې لپاره، په باور سره په افغانستان کې پانګونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته افغانستان کې د پانګونې فضا له سیاسي بې‌ثباتۍ، د بانکدارۍ سیسټم له سقوط او پراخې پانګوالو وتنې سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button