یونیسف په افغانستان کې د ۶۱۰ زره ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه کړې ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په تېر میلادي کال کې د افغانستان ۶۱۰ زره هغه ماشومان چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وو، درملنه یې شوې ده. دې بنسټ د دوشنبې په ورځ د حوت په ۱۸مه په یوه پیغام کې ویلي چې دغه خدمتونه یې د خپلو عملي شریکانو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وړاندې کړي دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخي، په همدې موده کې ۱۱.۸ میلیونه ماشومان هم د لاغرۍ او د خوارځواکۍ د پېښو د موندلو لپاره ارزول شوي دي. دا بهیر د دې لپاره ترسره شوی چې د ناروغیو د لومړیو نښو په وخت تشخیص وشي او د ماشومانو د روغتیا د خرابېدو مخه ونیول شي.
یونیسف ټینګار کړی چې په روان میلادي کال کې یې نیت لري د شدیدې خوارځواکۍ اړوند روغتیايي خدمتونه یو میلیون نورو افغان ماشومانو ته هم برابر کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو تر دې وړاندې راپور ورکړی چې له درې میلیونه زیات ماشومان په هېواد کې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د افغانستان د خوارځواکۍ د پېښو زیاتوالی په داسې حال کې لیدل کېږي چې اقتصادي بحران، پراخ فقر او د طالبانو د ادارې له خوا پر ښځو د کار او زدهکړو محدودیتونه د ډېرو کورنیو لپاره د عاید او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لا سخت کړی دی. د مرستو بنسټونو څو څو ځله خبرداری ورکړی چې که دوامداره ملاتړ او د موجودو خنډونو لرې کول ترسره نه شي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو وضعیت به لا پسې خراب شي.




