یونهبیتات: د افغانستان ښځې لا هم د روغتیایي خدمتونو له محدودیتونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو پروګرام (یونهبیتات) ویلي چې د افغانستان ښارونو ته نږدې اوسېدل د بنسټیزو خدمتونو د حقیقي لاسرسي معنا نه لري، او ښځې لا هم په دې برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې، ښځې په دوامدار ډول د روغتیایي خدمتونو، د خوړو امنیت او د میاشتنۍ دورې اړوندو د حفظ الصحې اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي؛ هغه محدودیتونه چې د هغوی فزیکي او روحي روغتیا او بشري کرامت په سخت ډول زیانمنوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګښت وروسته، پر ښځو پراخ بندیزونه لګول شوي چې د زده کړو، کار او ټولنیز حضور مخه نیسي؛ هغه موضوع چې د نړیوالو بنسټونو په باور، د ښځو د بنسټیزو خدمتونو لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.
د ښاري چارو کارپوهان ټینګار کوي چې مؤثر لاسرسی یوازې د ښارونو د مرکزونو نږدېوالي له لارې نهشي تضمینېدلی، بلکې دا د عادلانه پالیسۍ، زیربنایي پانګونې او د جوړښتي خنډونو د لیرې کولو اړتیا لري؛ هغه مسایل چې که محدودوونکي تګلارې بدلې نهشي، د ښځو د وضعیت ښهوالی له جدي ننګونو سره مخ کوي.




