ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

ملګري ملتونه: تر ۲۰۲۶ پورې به یو پر درېیم افغانان په ښارونو کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د بشر استوګنې پروګرام وایي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به شاوخوا یو له هر درې افغانانو ښاري ژوند غوره کړي. دا اداره چې د ملګرو ملتونو یوه څانګه ده، د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) یوه خپره کړې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې ډېر ښارونه لا هم د دې چټک ښاري‌ کېدنې د منلو وړتیا نه لري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ښاري سیمو بې‌برخې پراختیا کولای شي د ښاریانو پر ژوند د منفي اغېزو سبب شي. د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو اړوند ادارې باید مناسبه زېربنا، کافي ښاري خدمات او خوندي چاپېریال برابر کړي څو د دې لوی نفوسې بدلون ځواب ووايي.

برنامه اسکان بشر ټینګار کوي چې «که د مناسبو او خوندي ژوند سیمو جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شي، موږ کولای شو داسې ښارونه جوړ کړو چې ټول پکې له باکیفیته ژوند څخه برخمن وي.»

د دې دریځ پربنسټ، بنسټیز ښاري خدمات لکه سرپناه، د څښاک اوبه، فاضلاب سیستم، ترانسپورت او ښوونه مهم رول لري څو ښاري کول په دوامداره توګه مدیریت شي.

په افغانستان کې، په ځانګړي ډول کابل او نورو لويو ښارونو کې، د نفوس چټک زیاتوالي سره د طالبانو ادارې له خوا د ښاري پلان جوړونې له پامه غورځول د بی‌سرپناهۍ، د چاپېریال ککړتیا او د ټولنیزو خدماتو د کمښت لامل شوی دی.

د ښاري چارو څارونکي وايي، که د ښاري سیمو د بنسټیزو اړتیاوو پاملرنه دوامداره نه‌ وي، راتلونکې کې به ژورې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې رامنځته شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button