مهم خبرونهنړیوال

د بشر د حقونو سازمان: اسرائيل په لبنان کې له سپين فاسفور څخه کار اخيستی

د بشر د حقونو د څار سازمان ويلي چې اسرائيل په خپلو وروستيو بريدونو کې د لبنان جنوب ته د سپين فاسفور له لرونکو وسلو ګټه اخيستې ده، او دا مواد د ملکي او ډېر نفوس لرونکو سيمو باندې ورغورځول شوي دي. د راپور له مخې، دغه بريدونه د مارچ په درېيمه د «يوهمور» سيمه نښه ګرځولې ده.

دغه حقوقي بنسټ د راټولو شويو انځورونو او معلوماتو پر بنسټ ويلي چې سپين فاسفور پر يوه استوګنيزه سيمه غورځول شوی دی. د بشري حقونو د څار د څرګندونو له مخې، موجود شواهد ښيي چې هدف ګرځول شوې سيمه د ملکيانو د استوګنې ځای و.

سپين فاسفور هغه ماده ده چې په استوګنيزو سيمو کې يې کارول د ملکي وګړو د ژوند لپاره د جدي خطرونو او د پراخو اورلګيدنو د رامنځته کولو له امله، د بشري حقونو له بنسټونو څخه تل تر نيوکې لاندې راغلې ده. دغه ماده د سختو سوځېدنو سبب کېدای شي او پر چاپېريال اوږدمهاله زيانونه پرېږدي.

راپور زياتوي چې په تيرو ورځو کې د «تل نحاس» او «خيام» سيمې هم د سپين فاسفور له وسلو سره نښه شوې دي. تر اوسه د اسرائيلو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button