روغتيامهم خبرونه

په هېواد کې ۱۲۹۰ ټنه بې‌کیفیته درمل او خوړو مواد له منځه یوړل شول

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي چې د تېر یو کال په موده کې ۱۲۹۰ ټنه زړې، بې‌کیفیته او ناقانونه درمل، د خوړو توکي او روغتیايي محصولات راټول او له منځه وړل شوي دي.

د شرافت زمان امرخېل په وینا، دا اندازه مواد د عامې روغتیا وزارت د څار ټیمونو له خوا په کابل او یو شمېر ولایتونو کې راټول شوي او وروسته سوځول شوي دي.

د دې وزارت چارواکو ویلي چې د درملتونونو، د خوړو د موادو د پلور مرکزونو او هغو نورو برخو څارنه روانه ده چې له روغتیا سره تړاو لري، څو له غیرمعیاري محصولاتو څخه د بازار مخنیوی وشي.

په افغانستان کې د درملو او خوړو د توکو د کیفیت څارنه د عامې روغتیا له مهمو موضوعاتو شمېرل کېږي، ځکه د بې‌کیفیته محصولاتو کارول کولای شي د خلکو روغتیا د جدي خطرونو سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button