امیرخان متقي د سیمې د نښتو د بندېدو او د پاکستان د تګلارې د بیا کتنې غوښتنه وکړه

امیرخان متقي، د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د سیمې په ځانګړي ډول د منځني ختیځ د نويو نښتو د درېدلو غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی چې اختلافونه باید د دیپلوماتیکو لارو او د هېوادونو د ملي حاکمیت د درناوي له مخې حل شي.
هغه دا څرګندونې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د افطار پر مهال له ګڼو هېوادونو د سفیرانو په شتون کې وکړې. د متقي په وینا، پر ځای د هغه څه چې “تحمیلي سیاستونه او پوځي اقدامات” یې وبلل، باید خبرې اترې او سیاسي حللارې لومړیتوب ومومي.
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز د پاکستان له پوځي حکومت څخه وغوښتل چې د افغانستان په اړه خپلې محاسبې او تګلاره له سره وارزوي. هغه د مشخصو اختلافاتو په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو د کابل او اسلاماباد اړیکې په وروستیو میاشتو کې له کړکېچونو سره مخ شوې دي.
متقي زیاته کړه چې د افغانستان خلک د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله د فشارونو پر وړاندې نه دي تسلیم شوي او د خپل هېواد د ازادۍ لپاره یې درنې قربانۍ ورکړي دي. دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره لا هم له سیاسي او سیمهییزو ننګونو سره مخ ده او ګڼ شنونکي د مسؤل تعامل او د نښتو د کمښت د اړتیا یادونه کوي ترڅو د سیمې ثبات تأمین شي.




