اقتصادمهم خبرونه

پاکستان له عربستان د ۵ ميليارده ډالرو زېرمه د تمديد غوښتنه وکړه

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې اسلام‌اباد د اقتصادي بحران او سيمه‌ييزو تاوتريخوالو په منځ کې اته مهمې غوښتنې له سعودي عرب سره شريکې کړې دي. د دغو غوښتنو تر ټولو مهمه يوه دا ده چې د سعودي ۵ ميليارده ډالرو لنډمهاله زېرمه دې په لس کلنې اوږدمهاله مرستې بدله شي.

د راپورونو له مخې، پاکستان همدارنګه غواړي د تېلو مالي اسانتياوو حد له ۱.۲ ميليارده ډالرو څخه ۵ ميليارده ډالرو ته لوړ کړي، چې د هر قسط د ورکړې لپاره درې کلن مهلت په پام کې نيول شوی دی.

ويل کېږي، دا غوښتنې د دې لپاره وړاندې شوې دي چې د بهرنيو اسعارو پر زېرمو فشار کم او د پاکستان په مالي بازارونو کې ثبات رامنځته شي. د دې هېواد اقتصاد په تېرو کلونو کې له پراخې ستونزې سره مخ شوی، د بهرنيو پورونو د زياتوالي او د ملي پيسې د ارزښت د راټيټېدو له امله.

تر اوسه د سعودي عرب چارواکو په رسمي ډول د دغو غوښتنو په تړاو څرګندونې نه دي کړي او لا معلومه نه ده چې رياض به په دې اړه څه پرېکړه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button