په ميدان وردګ کې د اوبو د رسولو د شپږو شبکو د جوړولو کار پيل شو

د ميدان وردګ د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست ويلي چې د دې ولايت په څو ولسواليو کې د اوبو د رسولو د شپږو شبکو د جوړولو کار پيل شوی دی. د مسئولينو په وينا، دا پروژې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) په مالي مرسته پلي کېږي.
عصمتالله کرامت، د دغه رياست مشر په ميدان وردګ کې ويلي چې دغه شبکې به د نرخ ولسوالۍ د پيرداد او بازيخېل په کليو، د سيدآباد ولسوالۍ د لاچخېل او اميرقلعه په سيمو، د چک ولسوالۍ د څلورمرده په کلي او د دايميـرداد ولسوالۍ د سياهڅغر په کلي کې جوړېږي.
د ده په وينا، د دغو پروژو ټول لګښت ۳۷.۵ ميليونه افغانۍ دی او د عملي کېدو پر مهال به لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي. تمه ده چې له دغو شبکو سره به ۱،۴۵۸ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
په ميدان وردګ کې د کليوالو سيمو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی يو له بنسټيزو اړتياوو څخه بولي. خو خلک ټينګار کوي چې د طالبانو اداره بايد د پرمختيايي پروژو په پلي کولو کې زيات شفافيت وساتي او د دغو تاسيساتو د څارنې او ساتنې بهير اغېزمن مديريت کړي، څو خلکو ته دوامدار خدمتونه تضمين شي.



