ټولنه‌یزمهم خبرونه

د نړیوال مهاجرت سازمان د افغانستان ختیځ کې د بې‌ځایه شویو کسانو اړتیاوې ارزوي

د نړیوال مهاجرت سازمان (IOM) ویلي چې د وروستیو نښتو له امله د افغانستان په ختیځو پولو سیمو کې د دې ادارې ټیمونه د بې‌ځایه شویو کورنیو د اړتیاوو د ارزونې بوخت دي. د دې سازمان په وینا، یادې کورنۍ بېړنیو او ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.

آی‌او‌ام ټینګار کړی چې د دوی اصلي تمرکز د عاجلو اړتیاوو په پیژندنه دی، چې پکې د سرپناه، خوړو او نورو بشري خدمتونو برابرول شامل دي، څو په وخت سره ځواب‌ورکول ممکن شي.

ورته مهال، د دې سازمان نور ټیمونه د خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته استول شوي، څو د بشري مرستو د رسونې بهیر پیاوړی کړي. نوموړي ولایتونه د هېواد په ختیځ کې موقعیت لري او په ورته پېښو کې یې هغه کورنۍ ځالې کړې دي چې د ناامنۍ او نښتو له امله له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوې دي.

د نړیوال مهاجرت سازمان د بې‌ځایه شویو کسانو د شمېر او زیانونو په اړه نور جزئیات نه‌دي خپاره کړي، خو ټینګار یې کړی چې د هدفمنو مرستو د تنظیم لپاره د میداني ارزونو بهیر روان دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button