مهم خبرونهمهم سرلیکنړیوال

آيت الله سيد مجتبی حسيني خامنه‌ی د د ايران نوی مشر وټاکل شو

د ايران د خبرګانو شورا اعلان کړی چې د آيت الله سيد علي خامنه‌ی له شهادت وروسته، دغه بنسټ د يوې فوق العاده ناستې په ترڅ کې د هغه زوی آيت الله سيد مجتبی حسيني خامنه‌ی د اسلامي جمهوريت د نوي رهبر په توګه ټاکلی دی. د شورا په رسمي اعلاميه کې راغلي چې د پخواني مشر د شهادت له اعلان وروسته د جانشين ټاکلو بهير سمدستي پيل شوی دی.

د اعلاميې له مخې، خبرګانو شورا ويلي چې دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې هېواد له جګړه‌ي ډوله وضعيت او امنيتي ګواښونو سره مخامخ و. په متن کې دا هم راغلي چې د شورا د منشي دفترونه د بمبارۍ هدف ګرځېدلي او يو شمېر کارکوونکي يې شهيدان شوي دي.

دغه بنسټ د ايران د اساسي قانون د ۱۰۸ او ۱۱۱ مادو له مخې ټينګار کړی چې د رهبرۍ د تشې د مخنيوي لپاره اړين تنظيمات ترسره شوي تر څو فوق العاده غونډه راوبلل شي او غړي له بېلابېلو سيمو راټول شي. د ايران د اساسي قانون له مخې، د خبرګانو شورا د اسلامي جمهوريت د رهبر ټاکلو او څارنې مسووله ده.

په اعلاميه کې د لنډمهاله شورا له غړیو مننه شوې چې د اساسي قانون له مخې ټاکل شوې وه، او له ايراني ولس، په ځانګړې توګه له ديني او علمي نخبه‌ګانو غوښتل شوي چې د نوي ټاکل شوي رهبر ملاتړ وکړي او ملي يووالی وساتي.

آيت الله سيد علي خامنه‌ی، چې د ايران د انقلاب دويم رهبر و، د حوت په نهمه د امريکايي – اسرائيلي ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې په خپل دفتر کې له يو شمېر قوماندانانو او د حکومت له غړو سره يو ځای شهيد شو.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button