د افغانی ارزښت د ۱۳ سلنې په کچه لوړ شوی دی

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانی ارزښت د روان کال د سلواغې میاشتې په پرتله د تېر کال همدې مودې ته، د امريکايي ډالر په وړاندې ۱۳.۱ سلنه لوړ شوی دی. دغه اداره وايي چې د پولي تګلارو په پلي کولو سره یې د اسعارو په بازار کې د سختو بدلونونو مخه نيولې او نسبي ثبات یې ساتلی دی.
د دغه بانک په وینا، ترسره شوې اقداماتو دا لامل شوي چې د افغانی ارزښت د بهرنيو اسعارو په وړاندې وساتل شي. مرکزي بانک زیاته کړې چې اړين امکانات لري او که اړتیا پېښه شي، د اسعارو په بازار کې د لا زياتې بېثباتۍ د مخنيوي لپاره به له دغو وسيلو ګټه واخلي.
د مرکزي بانک ویاند، حسیبالله نوري، ويلي چې افغانی د سيمې د ګڼو پيسو په پرتله له زيات ثبات څخه برخمنه ده او د تجارتي راکړو ورکړو په برخه کې د هغې کارونه مخ په زياتېدو ده. نوموړي ټینګار کړی چې د خلکو باور پر ملي پيسه مخ په زياتېدو دی.
سره له دې، د افغانستان اقتصاد په وروستيو کلونو کې له بېساريو بدلونونو تېر شوی دی. د سياسي بدلونونو او د طالبانو د واکمنۍ له پيل وروسته، د افغانی ارزښت په چټکۍ سره راټيټ شو او د ۱۴۰۰ کال د اسد په مياشت کې یو امريکايي ډالر تر شاوخوا ۱۲۴ افغانیو پورې تبادله کېده؛ چې دا د افغانستان د معاصر تاریخ د پيسو له تر ټولو سختو راپرځېدنو څخه شمېرل کېږي.
اقتصادي کارپوهان تل ټينګار کوي چې د ملي پيسې دوامدار ثبات د روښانه مالي نظام، د اسعارو زېرمو ته د لاسرسي، د نړيوالو بانکي اړیکو او د عامه باور پورې تړلی دی؛ هغه موضوعات چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې له جدي ستونزو سره مخ دي او د حساب ورکوونکې مديريت او روښانه اقتصادي تګلارو ته اړتیا لري.




