سياستمهم خبرونه

د اوزبیکستان او د طالبانو ادارې د علمي همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې

د اوزبیکستان سفیر او د منځنۍ آسیا د نړیوال انستیتوت رییس جاولان وخابوف د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو له رییس عبدالحی قانت سره لیدلي او د افغانستان او اوزبیکستان د اوسنیو اړیکو او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

د منځنۍ آسیا د نړیوال انستیتوت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د تاشکند او کابل ترمنځ د راتلونکو اړیکو د پراختیا پر فرصتونو تمرکز کړی او د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې یې ارزولې دي. په دې ناسته کې همدارنګه پر دې ټینګار شوی چې د دواړو هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ تعامل باید زیات شي.

اوزبیکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې په سیمه ییزو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه، فعاله ونډه واخلي. علمي او څېړنیزې همکارۍ د دې دریځ یوه برخه کېدای شي، خو په افغانستان کې د علمي او پوهنتوني فعالیتونو پراخ محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، لا هم د څېړنیز سکتور د ریښتینې پرمختیا پر وړاندې جدي خنډ بلل کېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د سیمه‌ییزو اړیکو د پراخېدو خبره کوي، کارپوهان ټینګار کوي چې د ازاد علمي چاپېریال رامنځته کول او د زده‌کړې او څېړنې برابر لاسرسی هغه بنسټیز شرطونه دي چې د سیمه‌ییزو څېړنیزو همکاریو د ګټې لپاره اړین دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button