ټولنه‌یزمهم خبرونه

د کار وزارت د ناروې د کډوالو له شورا سره د مسلکي زده کړو د نصاب په اړه خبرې وکړې

د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د کار مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزی د ناروې د کډوالو د شورا له رييس تاریا مګنوسن واتردال سره لیدنه او خبرې کړې دي. د دې لیدنې اصلي محور په مسلکي روزنو او د ځانګړو حرفو لپاره د تعلیمي نصاب په جوړولو کې همکاري بلل شوې ده.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د ناروې د کډوالو د شورا رييس په دې ناسته کې له د کار وزارت څخه غوښتنه کړې چې د ځانګړو حرفو لپاره د تعلیمي نصاب د ترتیب او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړې چې هڅه به وکړي ترڅو په ناروې کې اړوند مسوولین وهڅوي، چې افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

په مقابل کې، د کار وزارت مرستیال د یادو شوو برخو په اړه د وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړي له د ناروې د کډوالو له شورا څخه غوښتي چې د افغانستان وګړو ته په بېلابېلو برخو کې اړین خدمات برابر کړي.

د ناروې د کډوالو شورا یوه له هغو نړیوالو ادارو څخه ده، چې د کډوالو د ملاتړ او د تعلیمي او ټولنیزو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې فعاله ده او په یو شمېر هېوادونو کې فعالیت لري. د مسلکي زده کړو په برخه کې همکاري کولای شي د هېواد د اوسېدونکو د کاري مهارتونو د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button