مهم خبرونهنړیوال

ايران د انرژۍ پر زيربناوو بريدونه د بشريت پر ضد جنايت وبلل

د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند اعلان کړی چې پر دې هېواد د انرژۍ پر زيربناوو بريدونه د «بشريت پر ضد جنايت» ګڼي. اسماعيل بقایي په خپله ټولنيزه شبکه ایکس کې ليکلي چې دغه بريدونه د سون توکو د زېرمه تاسيساتو، د هېواد د وګړو او چاپېريال ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه ويلي، د سون توکو پر ګودامونو بريد د زهرجنو او خطرناکو موادو خپرېدو لامل شوی او دا موضوع کولای شي د ميليونونو کسانو روغتيا ته زيان ورسوي. د ده په وينا، د دې پېښې چاپېريالي اغېزې ممکن د ايران له پولو هم واوړي.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند دغه بريدونه يو وخت «د جګړې جنايت»، «د بشريت پر ضد جنايت» او «نسل‌‎ وژنه» بللې دي. هغه ټينګار کړی چې دا ډول کړنې پراخې انساني او چاپېريالي پايلې لرلای شي.

تر اوسه د تلفاتو د کچې يا د تورنو خواوو د رسمي غبرګون په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button