سياستمهم خبرونه

د افغانستان د سفارت سرپرست په مسقط کې د سیمه ییزو بدلونونو په غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان سفارت په مسقط کې ویلي چې حافظ عمر، د یاد سفارت سرپرست، د عمان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه په یوې غونډه کې ګډون کړی چې د سیمې او نړۍ وروستیو تحولاتو ته ځانګړې شوې وه.

د سفارت د څرګندونو له مخې، ښاغلي عمر په خپله وینا کې د افغانستان د دریځ او د هېواد د اوسني وضعیت تشریح وکړه او همدارنګه یې هغو “بد نیتي هڅو” ته اشاره وکړه چې د سیمې د بې‌ ثباتۍ لپاره ترسره کېږي. په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

د خپرو شوو معلوماتو پر بنسټ، د غونډې ګډون‌والو ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او دوامدار ثبات د ګډو همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره هڅه کوي د خپلو سیاسي استازولیو له لارې په ځینو هېوادونو کې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي او پراخې کړي، خو سره له دې، د دوی واکمني تر اوسه د ډېرو هېوادونو له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button