په غزني کې د ۲.۵ ميليونه ډالرو تفريحي او تجارتي کمپلېکس جوړېدل پيل شول

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اعلان کړی چې د روضه کوتل په سيمه کې د شاوخوا دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونه يو تفريحي او تجارتي کمپلېکس د جوړېدو کار پيل شوی دی. دا پروژه به په لس جريبه دولتي ځمکه کې د يوه خصوصي پانګوال لهخوا تطبيقېږي.
مولوي محمد اسماعيل شکيب، د غزني د کرنې رئيس، ويلي چې په دغه کمپلېکس کې پارک، هوټل، سوپرمارکېټونه او څو نور خدماتي مرکزونه جوړېږي، څو د غزني ښار اوسېدونکو ته د تفريح او استراحت مناسب ځای برابر شي. د هغه په وينا، دا پروژه کولای شي د ښار د هغو تفريحي سيمو بڼه بدله کړي چې ډېر خلک ورته ورځي.
د يادې ادارې رئيس زياته کړه چې دوی هڅه کوي نورې دولتي ځمکې هم د کرايې له لارې خصوصي سکتور ته وسپاري، څو د پانګونې او د کار د فرصتونو د رامنځتهکولو زمينه برابره شي. خو په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د دولتي ځمکو کنټرول په لاس کې لري، يو شمېر ښاريان پر دې ټينګار کوي چې د دغو ځمکو د سپارلو بهير او قراردادونه بايد له شفافيت او څارنې سره ترسره شي.
سيداکبر، د دې پروژې پانګوال، ويلي چې د تجارتي موخو تر څنګ، د خلکو لپاره د مناسبو تفريحي فضاګانو رامنځته کول او د سيمې اوسېدونکو ته د کار زمينه برابرول هم د دې پانګونې له اساسي موخو څخه دي. هغه زياته کړه چې د کمپلېکس د جوړولو کار به شاوخوا يو نيم کال وخت ونيسي.
روضه کوتل د غزني له هغو طبيعي او زړهراښکونکو سيمو څخه ده چې هره اوونۍ زرګونه کسان ورته ورځي، خو د معياري پارکونو، رستورانتونو او نورو خدماتي تاسيساتو نشتوالی د دې سيمې له جدي ستونزو ګڼل کېږي. مسوولين هيله څرګندوي چې د دې پروژې په تطبيق سره به د کورنۍ سياحت او کوچنيو اقتصادي فعاليتونو د ودې زمينه نوره هم برابره شي.



