دوهم سرلیکنظرونه

د ایران او اسرائیل ترمنځ د زغم جګړه؛ د انرژۍ نړیوال بحران نږدې شوی

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، په اسرائیل کې پر رسنیو سخت سانسور لګېدلی او هغوی اجازه نه لري چې د ایرانی توغندیو د لګېدو ځایونه او یا د هغوی د رهګیرۍ انځورونه خپاره کړي. له بلې خوا، د لوېدیځو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، له اتو «تاد» توغندیزو دفاعي سیستمونو څخه لږ تر لږه پنځه یې له منځه تللي او د همدې له امله د توغندیو د برید د خبرداری وخت له لسو دقیقو څخه یوې دقیقې ته راکم شوی دی. داسې ښکاري چې په هماغه اندازه چې د امریکا او اسرائیل هوايي ځواکونه په ایران کې پر هدفونو بمبارۍ کوي، د ایران بالستیک توغندي او بریدکوونکي بې‌پیلوټه الوتکې هم پر امریکايي اډو او اسرائیلي حساسو مرکزونو بریدونه کړي دي. په دغو حالاتو کې، دواړه لوري د اغېزمنو دفاعي سیستمونو له نشت سره مخ دي او یوازې پر خپلو بریدیزو وسایلو تکیه کوي. په دې جګړه کې د بری او ماتې ټاکونکی فکتور د زغم یا تاب‌آورۍ کچه ده؛ یعنې هر لوری چې اوږده موده مقاومت وکړي، د بریا امکانات یې زیات دي. د ایران توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې د امریکايي او اسرائیلي وسلو په پرتله ډېر ارزان، خو وژونکي او له لوړې ویجاړتیا برخمن دي. تر دې دمه د جګړې لګښت د امریکا او اسرائیل لپاره څو چنده د ایران له لګښت زیات شوی دی. له بلې خوا، ایران د هرمز تنګي په هوښیار کنټرول سره د نړۍ د انرژۍ د عرضې لړۍ حساسه برخه تر فشار لاندې راوستې ده. یوازې یوه اونۍ وروسته له دې چې جګړه پیل شوه، د نفت بیه د هر بیرل ۹۴ ډالرو ته لوړه شوه او اټکل کېږي چې د دوشنبې په سهار د مالي بازارونو له پرانیستل کېدو سره، د انرژۍ نړیوال بحران به رسماً څرګند شي. امریکا له هرمز تنګي څخه د انرژۍ د محدود صادرو له امله مستقیم اغېز نه ویني، خو د استرالیا، سویلي کوریا او جاپان په څېر هېوادونو ستراتیژیک زېرمتونونه یوازې تر پنځو اونیو پورې اړتیا پوره کولی شي، چې څلورمه برخه یې تېرې شوې ده. سره له دې چې امریکا ادعا کوي د ایران سمندري ځواک یې له منځه وړی، خو دا چې هېڅ بېړۍ نه شي تېرېدای، ښيي دا خبره یوازې شعار دی. د انرژۍ بحران به د نړیوال اقتصاد اغېزمن کړي او ګومان نه کېږي چې امریکا وکولای شي د دغه فشار پر وړاندې مقاومت وکړي. په دې حساب، هر څومره چې جګړه اوږده شي، د ایران د ګټې امکانات به ډېر وي، پرته له دې چې امریکا خپلو اعلان شویو موخو ته ور نږدې شي. د اوسنیو حالاتو له مخې، امریکا نشي کولای د ایران توغندیز ځواک بې‌وسلې کړي، لا څنګه چې غواړي د رژیم بدلون راولي. د ایران د خلکو پراخ ملاتړ په بېلابېلو ښارونو کې د اسلامي جمهوریت د نظام په ملاتړ او د حضرت آیت‌الله خامنه اي د شهادت له امله د قهر څرګندونه، وضعیت په بشپړه توګه د اسلامي جمهوریت په ګټه اړولی دی. وروستۍ خبره دا ده چې د دې جګړې بری د هغه لوري له‌خوا دی چې د زغم او مقاومت ځواک یې زیات وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button