اقتصادمهم خبرونه
د افغانستان له رېل لارو د يوې اونۍ په اوږدو کې له ۱۸۳ زرو ټنو ډېر مالونه لېږدول شوي

د طالبانو د عامه کارونو وزارت ویاند ویلي، چې په تېره يوه اونۍ کې د هېواد د رېلپټلۍ له لارې ۱۸۳ زره او ۱۸۷ متريک ټنه توکي انتقال شوي دي. د محمد اشرف حقشناس په وينا، دا لېږدنې د حیرتان، آقینې او تورغندي له لارو ترسره شوې دي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د ټولو انتقال شويو توکو له ډلې ۳۹۰ ټنه یې د صادراتو برخه ده. د صادر شويو توکو د ډول په اړه نور جزيیات نه دي خپاره شوي.
د حیرتان رېلپټلۍ په شمال، آقینه په فاریاب او تورغندي په هرات کې د افغانستان له مهمو رېل دهلېزونو څخه شمېرل کېږي، چې د سوداګریزو توکو په لېږد او د هېواد په سیمهیزو شبکو د نښلولو کې مهم رول لري.




