مهم خبرونهنړیوال
په جنوبي وزيرستان کې چاودنې دوه پاکستاني سرتېري وژلي

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د جنوبي وزيرستان مرکز وانا ښار کې د يوې چاودنې له امله دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۱ تنه نور ژوبل شوي دي. ويل شوي چې د ټپيانو په منځ کې پنځه پاکستاني سرتېري هم شامل دي.
د راپورونو له مخې، چاودېدونکي مواد په يوې ګڼهګوڼه سيمه کې، د يو سوپرمارکېټ دروازې ته نږدې ايښودل شوي وو. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې په ياد ځای کې ملکي خلک تګ راتګ درلود.
دغه پېښه يوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې چې په ميرانشاه، د شمالي وزيرستان په مرکز کې، د پاکستاني ځواکونو د يوې پوستې ته نږدې بله چاودنه شوې وه. تر اوسه د دغو بريدونو د عاملينو په اړه نور جزييات نه دي خپاره شوي.




