خلیلزاد د طالبانو له حکومته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

په نړيواله د ښځو د ورځې په مناسبت، زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني استازي، له طالبانو وغوښتل چې نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې بيا ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولاړې شي. هغه په خپل ایکس (پخواني ټويټر) پاڼه کې ټينګار وکړ چې د زده کړو د محروميت دوام د افغانستان راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کوي.
په همدې مهال، د ملګرو ملتونو د ښځو برخه په يو راپور کې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعيت د اندېښنې وړ بللی دی. دغه اداره وايي، ډېری عامه ځایونه چې پخوا د ښځو د ټولنيز فعاليت او غونډو لپاره برابر شوي وو، اوس تړل شوي او محدوديتونه لا هم روان دي.
ملګرو ملتونو زياته کړه چې د دغسې حالت عادي کېدل د منلو وړ نه دي او نړيواله ټولنه بايد د افغانستان له ښځو سره ودرېږي. د دې ادارې په باور، دوامداره نړيواله مرسته کولای شي د معنا لرونکي بدلون زمينه برابره کړي.
اوسمهال، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړه او د ښځو د پوهنتونونو ته لاسرسی په افغانستان کې لا هم محدود دی؛ موضوع چې د بشري حقونو بنسټونو او نړيوالو سازمانونو پراخه غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو اداره ادعا کوي چې د ښځو حقونه تضمين شوي او د ښوونځيو د بيا پرانيستلو هڅې روانې دي، خو د دغو محدوديتونو دوام ښکاره کوي چې تر اوسه د دوی ژمنې څرګندې پايلې نه دي لرلي.




