په اسلو کې د امریکا او اسراییلو د بریدونو پر ضد لاریون وشو

یو شمېر د ناروې اوسېدونکو په پلازمېنه اسلو کې د یوې غونډې او لاریون له لارې د امریکا او اسراییلو د ایران پر ضد بریدونو اعتراض کړی دی. مظاهرهچیانو د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته راټول شوي وو او د جګړې د درولو او د نړیوالو قوانینو د مراعت غوښتنه یې وکړه.
د دې لاریون ګډونوالو له واشنګټن او تلابیب څخه وغوښتل چې د دوی په وینا، روانه جګړه پای ته ورسوي او د لا زیاتو ترینګلتیاوو له پراخېدو مخنیوی وکړي. هغوی ټینګار وکړ چې د جګړې دوام د سیمې د ثبات لپاره پراخې پایلې لرلی شي.
د لاریون ځینو ویناوالو د ملکي تلفاتو د زیاتېدو او د استوګنیزو سیمو د زیانمنېدو په اړه خبرداری ورکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ترینګلتیا د کمولو او د جګړې د پراختیا د مخنیوي لپاره فعاله ونډه واخلي.
ناروې د یوه اروپایي هېواد په توګه تر دې وړاندې هم د منځني ختیځ د بدلونونو په تړاو د اعتراضونو کوربه پاتې شوې ده. تر اوسه د دغه هېواد رسمي چارواکو د دې غونډې په اړه کوم نوی نظر نه دی څرګند کړی.




