د نروې ټولنې له خوا د ننګرهار مهمنددره کې ۴۳۰۰ بېځایه شوو ته نغدي مرسته

د نروې د کډوالو شورا اعلان کړی چې د ننګرهار ولایت د مهمنددرې ولسوالۍ څلور زره او درې سوه بېځایه شوو ته یې نغدي مرسته رسولې ده. دغه کسان د طالبانو ادارې او پاکستان تر منځ د پولهيې نښتو له امله خپلو کورونو پرېښودلو او خوندي سیمو ته تللو ته اړ شوي دي.
یادې شورا د یکشنبې په ورځ، د حوت د اوولسمې نېټې په یوه پیغام کې ویلي چې د جګړو له امله اغېزمنې شوې کورنۍ د ناامنۍ له کبله له خپل اصلي ځایه وتلو ته اړې شوې دي. د دې ادارې په وینا، دغه نغدي مرسته د بېځایه شوو د لومړنیو اړتیاوو د عاجل پوره کولو په موخه ورکړل شوې ده.
د نروې د کډوالو شورا ټینګار کړی چې ملکي وګړي باید هېڅکله هدف ونهګرځي او د هغوی خوندیتوب د جګړې دواړو لورو بنسټیز مسؤلیت دی. دغه شورا زیاته کړې چې سره له مرستو، د خلکو د اړتیاوو کچه لا هم لوړه پاتې ده.
د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د طالبانو ادارې او پاکستان تر منځ نښتې د پولهيې ولایتونو له شپېته زره ډېرو کورنیو ته د بېځای کېدو لامل شوي دي. ملګرو ملتونو له دواړو غاړو غوښتي چې ژر تر ژره شخړې پای ته ورسوي او د ملکي وګړو د خوندي کولو مؤثر شرایط برابر کړي؛ یوه غوښتنه چې د ناامنۍ د دوام په شرایطو کې تر هر وخت ډېر اهمیت لري.




