یوناما: د افغانستان مېرمنې د رسمي بنسټونو ته څلور چنده لږ لاسرسی لري

د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی هیئت (یوناما) د مارچ اتمې، چې د ښځو نړيواله ورځ ده، په مناسبت اعلام وکړ چې د افغانستان مېرمنې د نارينهوو په پرتله څلور چنده لږ د رسمي بنسټونو لاسرسی لري. دغه اداره ټینګار کړی چې دا پراخ واټن د ښځو د قانوني خدمتونو او ملاتړ ترلاسه کولو فرصتونه ډېر محدود کړي دي.
یوناما په خپل بیان کې ويلي، د دې وضعيت لویه برخه د هغو محدوديتونو له امله رامنځته شوې چې د طالبانو اداره یې د ښځو پر چارو وزارت او د خپلواکې بشري حقونو کمېسیون باندې لګولي دي. د دې ادارې په باور، دغه محدودیتونه د ښځو د ملاتړ ځانګړې جوړښتونه کمزوري کړي او د هغوی ونډه په رسمي بهیرونو کې راکمه کړې ده.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د تېرو يو کال په اوږدو کې د ښځو لاسرسی عدلي او قضايي بنسټونو ته نور هم خراب شوی دی. د ښځو د شتون کموالی په محکمو او د خوندي او د لاسرسي وړ میکانیزمونو نشتوالی، هغه اندېښنې دي چې ملګري ملتونه یې څرګندوي.
د طالبانو اداره تر اوسه د یوناما د دې څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بنسټونه څو ځله د افغانستان د ښځو پر حقونو او د هغوی په ټولنیز ګډون باندې د لګول شوو بندیزونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.




